وزیر اعظم شهباز شریف د سکهر حیدر آباد موټروې پروژې رسمی پرانسته وکړه

باغی ټي وي رپورټ
وزیر اعظم شهباز شریف د سکهر حیدر آباد موټروې پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.
غونډې ته په خپله وينا كښې وزيراعظم ووئيل دا منصوبه به په دېرشو مياشتو كښې بشپړه شي كوم به چې د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ له لارې بشپړېږي٬ ټرانسپورټران او مسافر به ترې ډېره ګټه پورته كوي۔
هغه وويل په دې کې دوه نظره نشته، نوازشريف په پاکستان کې دموټروے بنياد کېښود اؤ نوازشريف يې معمار دى، زمونږ ډيره مهمه صوبه ده، دبلوچستان دپرمختگ پرته دپاکستان پرمختگ نيمگړى دى.
په دې موقع وزيراعظم ووئيل د سکهر روهري پُل جوړولو اعلان نوازشريف کړې وو او نن د هغې د مکملېدو اعلان کوم
وزيراعظم د وفاقي وزيرانو او د سنده اعلی وزير سره د منصوبې د بنياد ډبره كيښوده۔د این ایچ اے چارواکو له مخې د 306 کلومیټره M6 منصوبې لګښت 3 ټریلیون 7 اربه روپۍ لګول شوی دی.






