د افغانستان ترقي د امن سره تړلې ده

0
111

باغي ټي وي رپورټ
افغانستان په جغرافیایی سطح په داسې علاقه کښې پروت دې چې که دلته امن وي نو په دې هیواد کښې د ترقي او خوشحالي خوب رښتیا کیدل څه لرې خبره نه ده.

په ۳۱ اګست د افغانستان نه د نیټو او امریکایی فوځونو اووتل، د چین نظر وس په دې خطه دې ، د پاکستان سره ی د مخکښې نه په سي پیک پروژه کار شروع کړي چې د چین هیواد به د ګوادر بندرګاه په ذریعه پاکستان سره وتړل شي.
که چرې چین هم د سي پیک پروژه د پاکستان نه افغانستان او هم دغه رنګ منځنۍ ایشیا ته و غزوي نو دې سره به چین ته ډیره اقتصادي ګټه وشی ځکه چې د چین صادرات به په دې لار اول پاکستان ته منتقل شي، بیا افغانستان ته او د افغانستان نه به د چین ایکسپورټ بیا د منځنې ایشیا هیودونو ته ورسول شي چې دې سره په چین ته یوه لنډه او ارزانه لار په لاس راشي.
د افغانستان نه د امریکایی ځواکونو د وتلو نه پس د چین نظر په دې منطقه ده ، چین داسې اشاره ورکړې ده چې غواړي چې افغانستان هم په دې لویه اقتصادی پروژه کښې شامل کړي ، د امارت اسلامي افغانستان نوي عبوري حکومت هم ویلي دي دوی غواړي د چین په سي پیک منصوبه کښې شامل شي او په دې لنډو تیرو ورځو کښې د امارت اسلامی افغانستان مشرانو په کابل کښې د چین هیواد چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او په دوه طرف اړیکو او تجارت ی ورسره ټینګار وکړو.
که د چین د سي پیک په منصوبه باندې نظر واچولې شي نو د ټولو نه اول په افغانستان کښې ددې پروژې د کامیابیدو لپاره امن ضروري دې، که امن راشي نو بیا په افغانستان او هم دغه شان په پاکستان کښې هم دا پروژه ډیرې اقتصادي ګټې کولې شي خو دلته دا خبره ضروري ده چې اول امن ضروري دي او په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان د نوی حکومت اعلانولو نه پس په دې هیواد کښې امن ټینګ شوې دې .
که دا امن تل پاتې شي نو بیا هغه وخت لرې نه دې چې د سي پیک په ذریعه به پاکستان ،افغانستان او بیا د منځنې ایشیا هیوادونه وتړل شی او ددې هیوادنو تقدیر به بدل شی، دلته به داسې ترقي او خوشحالی راشي چې د نړۍ هیوادونه به ورته پسخیږي.

Leave a reply