په بولان کې د بارانونو په ترڅ کې د نړېدو د اورګاډي د پل د ترميم چارې د دريو مياشتو په تېرېدو سره هم نه دي بشپړې شوې

0
97

باغی ټي وي رپورټ
په بولان کې د بارانونو په ترڅ کې د نړېدو د اورګاډي د پل د ترميم چارې د دريو مياشتو په تېرېدو سره هم نه دي بشپړې شوې او بل تراوسه پورې د تګ راتګ لپاره نه دې بحال شوې.

د اورګاډي له لارې سفر کوونکي مسافر د کوټې پر ځای له مچه خپل سفر پیل او پای ته رسولو کې له ستونزو سره مخ دي.
د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې د هرک سره نژدې د اورګاډي پل د بارانونو په ترڅ کې سېلاب شوی، شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دغه پل له منځه تللی، خو د اورګاډي چارواکي وايي چې د پله د جوړېدو د بشپړېدو نېټه پای ته رسېدلې ده.
تر دې مخکې د دغه پله د جوړېدو د بشپړېدو نېټه د راتلونکي کال د جنورۍ په مياشت کې ټاکل شوې وه، چې ښايي تمديد شوې وای، اوس د دغه پله د ترميم د کار د بشپړېدو احتمالي نېټه د راتلونکي کال د مارچ مياشت بلل کېږي.

د اورګاډي د چارواکو په وینا، د پل په ترمیم به له 56 کروړه څخه زیات لګښت راشي.

Leave a reply