د اسلامي تعاون تنظيم (او آئي سي) سيكرټري جنرل حسين ابراهيم طحه وزيراعظم شهباز شريف سره لیدنه کړې ده

0
176

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد : د اسلامي تعاون تنظيم (او آئي سي) سيكرټري جنرل حسين ابراهيم طحه د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو او د كشمير مسئلې د هواري لپاره يې د خپل بشپړ ملاتړ څرګندونه وكړه۔

په دې موقع وزيراعظم ووئيل هغه د كشمير مسئلې د حل او د كشميريانو د خود اراديت حق لپاره د او آئي سي اصولي موقف او دوامداره ملاتړ ستائنه كوي۔
وزيراعظم آزاد كشمير او ايل او سي ته د او آئي سي سيكرټري جنرل د تاريخي دورې ستائنه كولو سره ووئيل چې دا به د كشميريانو د حق خوداراديت حق لپاره د منصفانه مبارزې لپاره قوي پيغام وركړي۔

وزيراعظم شهباز شريف هم دفلسطيني ولس او دفلسطين مقصد لپاره د پاکستان د نه متزلزل ملاتړ تازه کړه او د اسلاموفوبيا د کمپاين په شدت يې انديښنه څرګنده کړه.

Leave a reply