د عمران خان په مشرۍ کې مشورتي غونډې په لومړي پړاو کې د پنجاب اسمبلۍ منحلولو پرېکړه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د راولپنډۍ سره تعلق لرونکي د اسمبلۍ د غړو مشورتي غونډه کې په لمړي مرحله کې د پنجاب اسمبلۍ د منحل کولو فيصله شوې ده.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په دويم پړاو کې به د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کېږي، د پي ټي ايي غړي به يو ځل بيا قومي اسمبلۍ کې راڅرګندېږي او استعفاوې ورکوي.
په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې احتجاجي خوځښت به په ټاکنیز کمپاین بدل شي.
غونډې ته د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان اوويل چې د پي ټي ايم حکومت غير موثره پاليسۍ ملک ته نه جبرانېدونکي نقصان رسولې دې، د اقتصادي او سياسي بحران نه د وتلو يواځينۍ لاره د وخت نه مخکې شفاف انتخابات دي۔