په سندهه کې سږ کال د ډينګي له وجې د مړو او متاثرينو درې کلن ريکارډ مات شوې دې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
په سندهـ کې سږ کال د ډينګي له وجې د مړو او متاثرينو درې کلن ريکارډ مات شو.

په سندهـ کې د ډینګي له وجې په حیدراباد کې یو تن مړ شوی چې ورسره د مړو شمیره ۶۲ ته رسیدلې ده.

د سندهـ د صحت د محکمې د وياند له مخې سږ کال په سندهـ کې د ډينګي له وجې د مړو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سندهـ کې ۴۰، حیدراباد کې ۱۴، کراچۍ کې ۲۴، دادو او میرپور خاص کې یو، یو کس د ډینګي وایرس ښکار شوي دي.

سږ کال په صوبه کې د ډينګي نه متاثره کسانو شميره 22 زره 873 ته رسيدلې ده.

Leave a reply