د پيښور په سیمه “خزانه” کې د پي ټي ائي کارکنانو د قتل د کوشش د ملزم د خوشي کولو دپاره په پوليس سټېشن حمله کړې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور په سیمه “خزانه” کې د پي ټي ائي کارکنانو د قتل د کوشش د ملزم د خوشي کولو دپاره په پوليس سټېشن حمله کړې ده او د دغه کارکونکو مشري مقامي ايم پي اے آصف خان کوله.
په سیمه کې وضعیت کړکیچن شوی دی. پوليس زياتوي چي د قتل ملزم نيولو نه پس ايم پي اے د هغه بچ کولو لپاره پوليس سټيشن ته رسيدلي دي۔
پوليس وائي چي د ملزمانو خوشي کولو نه پس د ايم پي اے آصف خان سره د پوليس ترمينځه نښتي هم شوي دي، پي ټي آئي کارکنان د پوليس سټيشن مخي ته راغونډ شوي وو او د ايس ايچ او معطل کولو غوښتنه ئي کوي چا چي ملزم ګرفتار کړے دے۔
وروستو د ايم پي اے آصف خان او ايس ايچ او فنانس ترمينځ د سختي نښتي نه پس ايس ايس پي آپشنز متعلقه ايس ايچ او معطل کړے او ايس پي رورل ته ئي د دري ورځو کښي دننه انکوائري کولو احکامات جاري کړي دي۔

د ایس ایچ او د معطلی نه پس د پی ټی آئي کارکنان منتشر شول او چارسده روډ ئي پرانستل شو.
ایس ایس پی اپریشنز وینا ده چی پولیس اهلکارو د ایم پی اے سره بد سلوک کړے دے د روډ بندولو او بحث نه پس ایس ایچ او تھانہ خازانه معطل کړی شوی دی، د پیښی انکوائری رپورټ به دری ورځو کښي وړاندی کړے شی او د ډبرو ویشتلو او احتجاج په اړه به قانون خپله لاره خپله کړی.

Leave a reply