طالبان باید داسې کابینه جوړه کړي چې نړۍ حیرانه کړي: ډاکټر جنت چکري
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو مشهور سیاستوال او د نړیوالو چارو کارپوه ډاکتر جنت فهیم چکري په یو بیان کښې ویلي دې چې په افغانستان کښې طالبان ډیر په ښه طریقه روان دي او په افغانستان کښې طالبان د کودتا دلارې نه بلکه د یو ګټور انقلاب د لارې افغانستان کښې واکمن شول.
ډاکټر فهیم اوویل چې په راتلونکي وخت طالبانو له په کار دې چې په افغانستان کښې داسې کابینه جوړه کړي چې نړۍ حیرانه کړي او طالبان داسې کارونه و نه کړي چې ددوی عمل او د خبرو ترمینځ واټن پیدا شي او خلق ترې نفرت وکړي.
ډاکټر فهیم چې د استنبول نه ی ورځپانړه وحدت سره خبرې کولې اوویل چې د نړۍ هیوادونو له په کار دې چې د طالبانو جوړه شوې کابینه په رسمیت اوپیژني ځکه چې طالبانو په افغانستان کښې په ډیره ښه طریقه روان دې او طالبان په افغانستان کښې د یو کودتا د لارې نه بلکه د یو انقلاب له لارې واک ته رسیدلي دي.
نوموړی اوویل چې طالبان په خپلو لیکو کښې فسادیانو ، غلو ، غاصیبینو ، قاتلانو ته په کابینه کښې ځای نه ورکوی ځکه طالبان ډیر ښه استعدادونه لري. دوی اوویل چې طالبان دې د ښځو حقونو ته درناوي ورکړي او د اسلامی شریعت په چوکاټ کښې دې په افغانستان کښې ښځو ته حقونه ورکړي او دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي.
نوموړی د طالبانو اوغوښتل چې د تیرو حکومتونو نیمګړتیاوې او ترخې تجربې تکرار نه کړي بلکه په یو ښه ګټور نظام په راوړلو دې فکر وکړي او وی ویل چې نور نه غواړو چې بیا د نورو د ګټو قرباني شو.