د پي ټی آیی مشر فواد چوهدري وایی چې عمران خان د اسمبلۍ د ماتولو اعلان کړی او له دې څخه نه شو روسته کیدلې

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري وايي ولسمشر عارف علوي ته ویل شوي چې له اسحاق ډار پوښتنه وکړي چې د ده پلان څه دی؟

فواد چوهدري په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې مونږ اولس مشر ته ووئيل چې له اسحاق ډار څخه پوښتنه وكړو، د هېواد برخليك په 7 مياشتو كښې نشر شو، د هغه څه پلان دے؟

هغه وويل چې ولسمشر ورته وويل چې که ټاکنې ونه شي، نو تاسو بايد يوه حل لاره ورکړئ چې سياسي ثبات به څنګه راشي؟
فواد چوهدري وئيلي دي چې دانتخاباتو نه بغير سياسي ثبات نۀ شي راتلى.

ده ووئيل چې دوي په خېبر پښتونخوا او پنجاب كښې د 2023م كال د مارچ تر 20مې نېټې نوي حكومتونه غواړي٬ په دواړو صوبو كښې د نوي حكومت په راتلو سره به سياسي ثبات راشي۔
ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ منحل كولو سره به قامي ټاكنې نه شي كولې، پروېز الهي په پنجاب كښې زمونږ سره ملګرتيا كوي۔

فواد چوهدري وئيلي دي چې څوک به د سينيټ چيئرمېن لپاره راځي هغه به د پي ټي ايم څخه وي، صادق سنجراني نه پوهيږي چې هغه څوک دی، هغه زمونږ او پيپلز پارټۍ مشترکه اميدوار وو.

Leave a reply