د پروین رحمان کیس کښې د اعظم سواتي کیس ذکر شوی، د آئي جي نه تفصيلات طلب کړی شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ کښې د پروين رحمان قتل کيس کښې د پي ټي آئي د مشر اعظم سواتي د کیس یادونه هم شوې ده۔
د سندهـ هائي کورټ کښې د پروين رحمان قتل کيس کښې د ملزمانو په ضد د مقدمې اورېدنه روانه ده چې پکښې عدالت آئي جي سندھ ته هدايات کړې چې د اعظم سواتي په ضد د مقدمې تفصيلات مونږ ته بيان کړي.
جسټس کې جي اغا وويل اوريدلي دي چې دپخواني وزيراعظم په ضد کېسونه جوړيږي، اعظم سواتي په دغه تور کې څومره مقدمې درج شوي؟ په دې اړه د سترې محکمې پرېکړې هم شته.
عدالت آئي جي سنده ته د تفصيلاتو وړاندې کولو هدايت کړے دے۔
ياده دي وي چي د اعظم سواتي زوي د خپل پلار د ګرفتاري خلاف سنده هائي کورټ کښي درخواست جمع کړے دے چي نن سماعت کوي۔






