اسد عمر ویلي دي چې اسمبلۍ منحل کولو په اړه په پارټۍ کې اختلاف دې

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر اسد عمر وئيلي دي چي د اسمبلئ د تحليل په مسله په پارټي کښي اختلاف موجود دے

خپل يو بيان کښې اسد عمر وويل چې ځينې خلک په سمدستي توګه د اسمبلۍ د منحلولو په حق کې دي او ځينې وايي چې اسمبلۍ دې اوس نه منحل شي، ځينې خلک وايي چې دوه نه درې مياشتې وخت ورکړل شي.
له دې وړاندې په ټوېټر خپل يو بيان کې فواد چوهدري وئيلي وؤ چې که پي ډي ايم د دسمبر تر 20مې نيټې پورې د عامو انتخاباتو لپاره فارمولې مخې ته نه راوړي نو د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ به منحل کړي.

Leave a reply