یوې المانۍ سيلګره د پاکستان مېلمه پالنه او مينه ستایلې ده، هغوي ویلي دي چې چې دا يو ډېر پر امن هېواد دې

باغی ټي وي رپورټ
له جرمني څخه د نړۍ په سفر پاکستان ته راغلي سيلګرې د پاکستان د ښکلا او مېلمه پالنې ستاينه کړې ده.
دغه جرمن جوړه د خپل کور په ډول د کاروان په لارۍ کې د ۱۵ هېوادونو له لارې پاکستان ته ورسېده او دلته د خوراکي توکو لېونۍ شوه.
دغه الماني ګرځندوی وايي، چې پاکستان ته د راتګ پر مهال وېرېدلې وه، خو دلته مېلمه پالنه او مينه ښيي، چې دا ډېر ارام هېواد دی.
هغه وویل اوس زه غواړم چې د پاکستان ښکلی څیره نړۍ ته ښکاره کړم.






