د افریقايي هیواد زامبیا په ښار کې د سړک غاړې ته د ۲۷ کسانو چې مړه دي ،جسدونه موندل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي افریقا هیواد زامبیا کې د سړک غاړې ته د ۲۷ کسانو جسدونه موندل شوي چې په حواله ویل کیږي چې وژل شوي کسان د ایتوپیا سره تړاو لري.
د زامبیا پولیس وايي، پلازمېنې ته څېرمه په یوه زراعتي سیمه کې د ۲۷ کسانو جسدونه، چې ګومان کېږي د ایتوپیا اتباع دي، د سړک پر غاړه موندل شوي دي.
د پولیسو په وینا د مړو سره نږدې یو ژوندی کس هم په ډېر نازک حالت کې و چې د سمدستي طبي مرستو لپاره روغتون ته لېږدول شوی، خو د هغه حالت ډېر نازک دی.
پولیس وايي ټول وژل شوي کسان نارینه دي او عمرونه یې د ۲۰ او ۳۸ کلونو ترمنځ دي، ګومان کیږي چې ټول کسان د لوږې او کمزورۍ له امله مړه شوي دي.
باید یادونه وشي چې ایتوپیا کډوال اکثرا د سویلي افریقا په ګډون نورو هیوادونو ته د مهاجرت لپاره د زامبیا لاره نیسي.






