چوهدري سالک حسین ویلي دي چې مونس الهي د اقتدار لپاره د چوهدري کورنۍ تقسیم کړه

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين زوي او وفاقي وزير چوهدري سالک حسين ويلي دي چې ستره محکمه به ډير ژر په دې اړه پرېکړه وکړي چې د اسمبلۍ غړي د ګوند د مشرتابه او که د پارلماني مشر د پرېکړې پابند دي.

چوهدري سالک حسېن په خپل يو بيان کې وئيلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ منحل کولو نه وړاندې بايد ستره محکمه د پنجاب د غړو په اړه فيصله وکړي.
ده ووئيل که د سترې محکمې د پرېکړې نه وړاندې د پنجاب اسمبلۍ منحل شي نو يو نوی سياسي او آئيني بحران به رامينځته شي.

ده دا هم وويل چې د چوهدري کورنۍ متحده وه، مونس الهي بېله شوه، د اقتدار لپاره يې چوهدري کورنۍ وېشله.

چوهدري سالک وويل مونس الهي چې کله وغواړي رابطه کولى شي، زه کومه ستونزه نه لرم.

Leave a reply