د پاکستان کسټم چارواکو په پاک افغان پوله تورخم، دوه جلا عملیاتو کې افغانستان ته د زرګونو امریکايي ډالرو د قاچاق هڅه ناکامه کړه

0
112

باغی ټي وي رپورټ
خیبر: د پاکستان کسټم چارواکو پاک افغان پوله تورخم په دوه جلا عملیاتو کې افغانستان ته د زرګونو امریکايي ډالرو د قاچاق هڅه ناکامه کړه.

د ګمرک د مسوول په وينا، په تورخم کې يې د عملياتو پر مهال له يوه مسافر چې افغانستان ته روان و، د لس زره امريکايي ډالرو په اخيستو يې نيولى دى.

په یو بل عملیاتو کې د ګمرک مامورینو له یوې ښځینه مسافرې څخه چې افغانستان ته په لار وه ، پنځه زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي دي چې په ناقانونه توګه ی افغانستان ته وړل.

Leave a reply