ایمل ولي خان د چین سفیر سره ملاقات کړې

0
121

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د عوامي نیشنل ګوند خیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د چین سفیر نونګ رونګ سره لیدلي دي، دا ملاقات په داسې وخت کښې شوې چې چین او روس په افغانستان کښې د طالبانو د راتلو نه پس په کابل کښې خپل سفارتونه د نه تړولو فیصله کړې.

په دې اهم ملاقات کښې د یوبل د ګټې لپاره په اهمو مسلو بحث شوې او په افغانستان کښې د موجوده صورت حال باندې هم خبرې اترې شوي.
ایمل ولي خان په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې په دې اهم لیدنه کښې د افغانستان په موجوده حالت خبرې اترې شوي ، یاده دې وی چې نوموړې زیاتوي چې د سي پی پیک منصوبې متعلق هم ډیرې ګټورې خبرې اترې وشوې.
هم نن ایمل ولي خان په اسلام آباد کښې د جرمني سفیر سره هم کتنه کړې، نوموړی لیکي چې په افغانستان کښې د امن او صلح راوستلو لپاره د جرمني سفیر سره ډیرې تفصیلي خبرې شوي.

Leave a reply