پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې خلک زما د ساعت پسې شوي دي، زما ساعت دې،زما شخصي ساعت دې او زه که غواړم خرڅوم یا هرڅه مې چې خوښه وی

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، چې دوی زما د شخصي ساعت پسې نښتي، زما شخصي ساعت دی، زه یې خرڅولی شم او یا هم هر څه چې وغواړم هغه وکړم.
د ويډيو لنک له لارې خپل خطاب کې عمران خان وويل چې زه د اسټيبلشمنټ په شمول د هرې برخې پوښتنه کوم، ايا تاسو فکر نه کوئ چې پاکستان چرته روان دی؟
هغه وویل چې دوی موږ ته منتخب بللی وو، اوس هیڅوک شک نه کوي چې څوک انتخاب شوي دي. ټولو ته معلومه ده چې جنرال (ر) قمر جاوید باجوه هغه ته این آر او 2 ورکړی.
ده ووئيل هېواد د اقتصادي تباهۍ په لور روان دے، يوازې انتخابات مونږ له دې بحران نه راويستلی شي، سليمان شهباز به اوس ډرائي کلین شي۔
پخواني وزیراعظم زیاته کړه چې زه د نااهله کولو لپاره د مقدمو په لټه کې یم، ادارې دې د ملک په اړه فکر وکړي، دوی به په دې میاشت کې له اسمبلۍ ووځي، موږ به په دسمبر کې تیار یو، دوی به له اسمبلۍ ووځي.
هغه وويل چې دپوځ نوي مشر راغلى دى، هغه ته بايد وخت ورکړل شي، دجنرال عاصم منير په اړه مو ډيرې خبرې اوريدلي دي، دجنرال عاصم منير ډير ستاينه مو اوريدلې ده، هغه دقرآن حافظ دى، هيله لرم چې جنرال عاصم به ښه لاره غوره کړي. .
ده وويل چې په هېواد کې لوى غله خوشې کېږي، واړه ته سزا ورکول کېږي او مونږ له دوی څخه د کومې هیلې ته په انتظار یو.
…………………..






