شيري رحمان وایی چې عمران خان داسمبلۍ تحليل کول دسياسي ګواښ په توګه کارول غواړي

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د موسمي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان وايي عمران خان اوس هم له ادارو غوښتي چې د ده په حق کې دې مداخله وکړي، دوی اوس هم هيله من دي چې د ۲۰۱۸ کال په څېر به واک ته ورسېږي.
د پاکستان د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان خبري غونډې ته د ردعمل په مهال شېري رحمان وويل د پنجاب وزيراعلي وايي تر مارچ پورې به اسمبلۍ نه منحل کيږي خو د خيبر پښتونخوا خلک وايي اول د پنجاب اسمبلۍ منحل کړئ.
شيري رحمان وويل عمران خان داسمبلۍ تحليل کول دسياسي ګواښ په توګه کارول غواړي، که دانتخاباتي چوکاټ په اړه خبرې کول غواړي نو مثبت يو ټرن واخلي اؤ اسمبلۍ ته دې راشي.





