پیښور کښې د پخواني صوبایی وزیر په کور د لاسي بم برید شوې

باغی ټي وي رپورټ
پېښور کې د پخواني صوبايي وزیر حاجي جاوید پر کور د لاسي بم برید شوی دی.
د پوليس وينا ده چي نامعلومه کسانو د ګلبهار نمبر ٤ کښي د پخواني صوبائي وزير حاجي جاويد په کور د لاسي بم په وهلو سره وتښتيدل۔
پولیسو ویلي دي چې په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دپوليسو وينا ده چې څو ورځې وړاندې دنامعلومو کسانو لخوا ورته يو ټليفون راغلى ؤ چې په اړه يې حاجي جاويد پوليسو ته خبر ورکړى ؤ.
پوليس او د بم ډسپوزل سکواډ د پيښې ځاې ته کتلو وروسته پلټنې پيل کړې دي۔






