د بلوچستان ریکوډیک اړوند د ۲ پروژو منظوري، په پام کې ده چې ډیر زر به کار پیل شي

0
158

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د اقتصادي رابطې کميټۍ (اي سي سي) د ريکوډک په اړه د دوه پروژو منظوري ورکړې ده.

د خزانې وزارت له مخې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېس سي سي غونډه وشوه چې پكښې د رېكوډك په اړه د 2 پروژو منظوري وركړې شوه۔
د ماليې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې پروژې د فدرالي او بلوچستان حکومت د بهرنيو کمپنيو له يوه کنسورشيم سره د محکمې له بهر د تصفيې اړوند دي، چې يوه يې د رېکوډک پروژې په منځګړتوب پورې اړه لري.

د اي سي سي د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي چې د پلان له مخې به انټوفاګسټا د شرکت پورونه ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې سترې محکمې د ريکاډېک پروژې په تړاو د ولسمشر د فرمان په اړه د نظر څرګندولو پر مهال د ريکاډيک پروژه قانوني اعلان کړه.

Leave a reply