د جماعت اسلامي لنډیکوتل تر سیوري لاندې په لنډیکوتل کښې د ښځینه سائيکلنګ کيمپ، هسپتال کښي ټيک ټاک جوړولو او به سندهه کشمور کښې تښتول شوي عمران آفريدي د تښتولو په ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي لنډیکوتل تر سیوري لاندې په لنډیکوتل کښې د ښځینه سائيکلنګ کيمپ، هسپتال کښي ټيک ټاک جوړولو او به سندهه کشمور کښې تښتول شوي عمران آفريدي د تښتولو په ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
د جماعت اسلامي امير سيد مقتدر شاه آفريدي، مراد حسين آفريدي زرنور آفريدي او نورو مشرانو په لنډي کوتل کښې د سائيکل چلولو کيمپ سخته غندنه کړې او وئيلي ئي دي چي قبائلي سيمو کښې د زنانو سائيکل چلول د اسلامي اقدارو او قبائلي رواياتو خلاف کار دې د کوم چې جماعت اسلامي غندنه کوي.
جماعت اسلامي به په راتلونکي کې د دغه ډول کړنو اجازه نه ورکوي، حکومت دې د اوبو، برېښنا او نورو بنيادي ضرورتونو ته پام وکړي، د بهرنۍ اجنډا لاندې به د پرديو قبايلي ښځو د بې حرمتي او بې عزتۍ اجازه نه ورکوي.جماعت اسلامي لنډیکوتل مشرانو د عمران افريدي د خوشي کېدو غوښتنه کړې او د لنډې کوتل روغتون کې د يوې ښځينه اهلکارې د ټک ټاک جوړولو په اړه يې د پلټنو غوښتنه کړې ده.