هند کښې یو بې رحمه پلار خپل ځوان زوی د نامشروع اړیکو تر نیولو وروسته د هغه دواړه لاسونه پرې کړل او بیا ی اووژل.
باغی ټي وي رپورټ
هند: یو بې رحمه پلار خپل ځوان زوی د نامشروع اړیکو تر نیولو وروسته د هغه دواړه لاسونه پرې کړل او بیا ی اووژل.
د هندي رسنیو د راپور له مخې دا پېښه د مدهیا پردیش ایالت په دیواس ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې یوه ځوان زوی خپل پلار له یوې مېرمنې سره د نامشروع اړیکو په تور نیولی دی.
د پولیسو په وینا پلار د پېښې د پټولو لپاره د خپل زوی دواړه لاسونه پرې کړل او په ۴۰۰ فټه ژوره څاه کې یې وغورځول.
پولیسو زیاته کړې ده چې د لاس پرې کولو وروسته هم بې زړه پلار رحم نه کوي او خپل ۱۵ کلن زوی یې په چړو وهلی او مړی یې د خاورو سره نږدې په بوټو کې د خښولو لپاره غورځولی دی.
د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه سمدلاسه د پولیسو لخوا په وخت اقدام وشو او د پلټنو پرمهال د ماشوم پلار په خپل جرم اعتراف وکړ.
پوليس وايي د پلار تر څنګ يې اړونده ښځه هم نيولې ده، دغه ښځه ددې ځوان ترور ده او دواړو له تېرو پنځو کلونو راهيسې اړيکې درلودې.