ګراني د پاکستان د نږدې نیمایي آبادۍ لپاره یوه لویه اندیښنه ګرځیدلې ده

باغی ټي وي رپورټ
ګراني د پاکستان د نږدې نیمایي نفوس لپاره یوه لویه اندیښنه ګرځیدلې ده.
اپسس پاکستان د عامه افکارو پر بنسټ یوه نوې سروې خپره کړې، چې له مخې یې د هغو کسانو شمېر هم زیات شوی، چې بې روزګاري او غربت د هېواد اصلي ستونزې بولي.
پخوانۍ سروې کې ۴۰ سلنه خلکو انفلاسیون اصلي ستونزه بللې وه، خو اوس دغه شمېر ۴۹ سلنې ته رسېدلی دی.
د سروې رپورټ له مخې د بې روزګارۍ په اړه د انديښنې ښودلو پاکستانيانو فيصده له ١١ فيصده څخه ١٨ فيصده ته لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې د هغو پاکستانيانو فيصده چې وايي د برېښنا د بيو لوړوالى لويه ستونزه ده له ٣ فيصدو څخه څلور فيصده ته راټيټه شوې ده




