فواد چوهدري پي ډي ایم ته د اسمبلۍ تحلیل کولو نیټه ښودلې ده

0
90

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشر او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري ويلي د انتخاباتو د نېټې نه اعلانېدو په صورت کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحلولو لپاره د قامي ايتلاف د جوړېدو نېټه ټاکل شوې ده.

فواد چوهدري په سوشل ميډيا په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د وارداتي حكومت اشرافيان انتخابات نه غواړي خو دوي ته د هېواد د چلولو په اړه څه نه دي معلوم، نه پاكستان سياسي ثبات ته اړتيا لري او دا د مستحکم حكومت نه بغير شونې نه ده۔
ده ووئيل د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ به منحل كولې شي كه پي ټي اېم د دسمبر تر 20مې نېټې د عامو ټاكنو لپاره فارمولې وړاندې نه كړې۔

د پي ټي ائي مشر زياته کړه چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې به د عامو انتخاباتو عمل د مارچ تر 20مې نيټې مخکې بشپړ شي، هغه وويل ټول اتحادي د اسمبلۍ د منحلولو پوره باور لري.

Leave a reply