د پاکستان مسلم ليګ نون صدر او وزيراعظم شهباز شريف د پارټۍ کارکنانو د متحرک کولو او چمتو کولو پریکړه کړې ده

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ نون صدر او وزيراعظم شهباز شريف د پارټۍ کارکنانو د متحرک کولو او چمتو کولو پریکړه کړې ده.
په دې لړ کښې پاکستان مسلم ليګ (ن) د ملک صوبې د ورکرز کنونشنونو شيډول تيار کړے دے، د ورکرز کنونشنونه به په مرحله واره توګه کولے شي او په دې لړ کښې صوبائي چارواکو ته هدايات هم جاري کړے شوي دي۔
مسلم لیگ (ن) د 11م دسمبر نه تر 17مې نیټې پورې د ورکرز کنونشنونو شیډول جاري کړی چې له مخې به یې نن په راولپنډۍ، سیالکوټ او شیرګړ مردان کې د مسلم لیګ (ن) ورکرز کنونشنونه کیږي.

د ورکرز کنونشن به د دسمبر په 13مه نېټه په اسلام اباد کې کېږي چې مشري يې طارق فضل چوهدري ته سپارل شوې ده.

ورکرز کنونشن به په ۱۴م دسمبر لاهور کې کېږي چې انتظامات به یې خواجه عمران نذیر کوي او په ۱۵م دسمبر شیخوپوره کې کېدونکې کنونشن ذمه واري میان جاوید لطیف ته سپارل شوې ده.
ملک احمد خان به په 16م دسمبر قصور کې ټاکل شوې د ورکرز کنونشن انتظامات کوي او د ورکرز کنونشن به په 17م دسمبر فيصل اباد کې کيږي چې کوربه به يې د مسلم ليګ (ن) پنجاب صدر او د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وي.

د خېبرپښتونخوا پارټۍ صدر انجینر امیر مقام به نن په شیرګړ او مردان کښې کنونشن ته ونیا کوي.
…………………………

Leave a reply