د اولنې ځل دې چې یو برتانوی ورځپانړې د پاکستان وزیراعظم څخه بخښنه غوښتې وي: د وزیراعظم شهباز شریف زوم

0
165

باغی ټي وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف زوم عمران علي يوسف وئيلي دي چې زما يواځينۍ ګناه دا وه چې زه د شهباز شريف زوم وم۔

د ډیلي میل په ضد د بدنامۍ مقدمه ګټونکي عمران علي یوسف په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې ډیلي میل غلط خبرونه خپاره کړل کله چې په پاکستان کې د ظلم دورې وه نو د شهباز شریف خلاف دا خبر په پوره منصوبه بندۍ سره خپور شو.
عمران علي یوسف ویلي چې زه هم د شهباز شریف د زوم په توګه په دې قضیه کښې راښکل شوم، دروغ او بې اساسه تورونه ثابت نه شول او ډیلي میل بخښنه وغوښته او خبر یې له سایټه لرې کړ.

ده ووئيل چې په تاريخ كښې د اول ځل لپاره يوې برتانوي ورځپاڼې د پاكستان له يو وزيراعظم نه بخښنه غوښتې ده٬ دې بخښنې د شهباز شريف صداقت مهر كړے دے٬ دا څرګنده ده چې په دې معامله كښې چا لاس لرلو، هغه زیاته کړه چې د قيامت په ورځ به انصاف وشی او د دوی غاړه به وي او زما لاس.

دوی وویل چې موږ د املاکو کاروبار لرو، اکرام نوید له موږ څخه جایداد اخیستی، موږ نه پوهیږو چې د اکرام نوید پیسې حلال دي که حرام، په پاکستان کې داسې کلتور نشته چې پوښتنه ترې وکړو.

عمران علي يوسف زياته کړه چې اکرام نويد له څلويښتو زياتو بلډرانو څخه جايدادونه اخيستي، هغه هم د جايدادونو په خرڅونکو کې يو هم شامل دى، نيب ټولو سره تصفيه کړې خو زمونږ پيسې اوس هم په اکاونټ کې دي، زما قصور يواځې دا وه چې زه د شهباز شریف زوم یم.

Leave a reply