د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د مالي انتظام ښه کولو لپاره يې پنځه کاله په جلاوطنۍ کې تېر کړل او ماسره ی د ترهګرو په څېر چلند وکړو.

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د مالي انتظام ښه کولو لپاره يې پنځه کاله په جلاوطنۍ کې تېر کړل او ماسره ی د ترهګرو په څېر چلند وکړو.
په لاهور کې د اپټاما مشر ګوهر اعجاز لخوا د هغه په وياړ ورکړل شوې ډوډۍ ته په خطاب کې اسحاق ډار وويل، چې په ۲۰۱۳ کال کې هم نړۍ ويل چې هېواد به ناداره شي، موږ ډېر کار وکړ، په پنځو ورځو کې بوديجه ورکړه او هېواد يې د ډيفالټ له لارې وژغوره.
د خزانې وفاقي وزير زياته كړه چې اپوزيشن د سياست لپاره فضول بيانونه وركوي چې د هېواد وقار ته زيان رسوي.
اسحاق ډار وويل چې زمونږ سمت سم دى، مونږ به ډيفالټ نۀ کړو، پاکستان به داپوزيشن په وينا ډيفالټ نۀ کوي، اپوزيشن نړۍ ته دکرپټ دجعلي کيسو په ويلو سره په پاکستان کې د سرمايه کارۍ لارې بندوي.
ده ووئيل چې په كوم رفتار چې مونږ مخكې روان وو، مونږ بايد د جي 20 برخه واي، مونږ د روپۍ ارزښت بې له سوچه كم كړو، پخوانۍ دوره د اقتصاد په لحاظ د هېواد تر ټولو تياره دوره وه، مونږ د اقتصادي شاخصونو ته اړتيا لرو چې بايد ښه شي. .
اسحاق ډار وويل، له هېواد څخه د غنمو قاچاق بايد په جګړه ييز ډول ودرول شي.
………………………






