د سندهه وزیراعلی مراد علی وایی چې د سندهه تقسیم خبره کونکو ته به اجازه ور نه کړو چې سندهه اوویشي

0
206

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وايي څوک چې د سنده د وېش خبره کوي هغو ته به د ژوند اجازه نه ورکول کېږي، دوی د جنورۍ پر ۱۵مه بلدياتي انتخاباتو ته چمتو دي.

په دې موقع د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چې اليکشن کميشن د بلدياتي انتخاباتو لپاره د جنورۍ پنځلسمه نيټه ورکړې ده، مونږ بلدياتي انتخاباتو ته هر وخت تيار يو، په مقامي خلقو کښې د امن او امان ساتل مشکل دي ټاکنې، موږ به د اداري چارو لپاره د ټاکنو کمیسیون ته ځو.
مراد علي شاه وويل چې په سندهـ کې د سيلابونو يو لک 20 زره کورونه لا هم ويجاړ دي، متاثرين په خيمو کې ژوند کوي او د متاثرينو د بيا ابادولو هڅې روانې دي.

د سندهـ وزيراعلي ويلي مرتضي وهاب د کراچۍ د ښه والي لپاره کار کړی، د سياسي سړي د لرې کولو غوښتنې له امله يې د کراچۍ په ښار کې يو حکومتي افسر مقرر کړی دی.
ده په پي ټي ائي نيوکه وکړه چې اسمبلۍ به خپله موده پوره کوي، دوي دا هر څه صرف د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره کوي، د خلکو نه ووټونه اخلي او بيا د اسمبلۍ د منحل کولو خبره کوي، معاشونه اخلي خو قامي اسمبلۍ ته نه ځي.

Leave a reply