د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د کویت هېواد د موسساتو له مشاور سره لیدنه ترسره کړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د کویت هېواد د موسساتو له مشاور سره لیدنه ترسره کړه.
10 دسمبر 2022
نن د شنبې په ورځ د جمادی الاولی پر ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې د کویت هېواد د خیریه موسساتو له مشاور ډاکتر احمد سنوسي احمد سره په افغانستان کې پر شته بشري وضعیت او اړتیاو سربېره په یو شمېر نورو موضوعاتو ناسته ترسره کړه.
ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ښاغلي احمد سنوسي ته د افغانستان د روان بشري وضعیت، اړتیاو او د افغاني سرې میاشتې پر اقداماتو معلومات ورکړل.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې زابل او ارزګان کې نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره مرسته کړی.
ښاغلي احمد سنوسي ژمنه وکړه، چې د افغانستان لیدلی بشري وضعیت او اړتیاوې به د کویت هېواد له خیریه موسساتو سره شریکوي او افغاني سرې میاشتې ته به د روغتیا، تعلیم او خوراکي او غیرخوراکي مرستو په برخه کې د همکارۍ لاس ورکوي. همدا ډول به د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخه کې همکاري وکړي.