د برتانیا حقوقي کارپوه وایی چې که ډیلي میل قوي شواهد درلودل ، نو دوی به قضیه چلولې وې او ګټلې به یې وې

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د ډیلي میل په اړه د تحریک انصاف د دعوو په حواله د برتانیې حقوقي کارپوه راشد اسلم ویلي دي چې که ډیلي میل د خپلې کیسې د یوې خاصې برخې لپاره بښنه غوښتې وای نو یوازې هغه برخه به یې حذف کړې وای.

راشد اسلم نن د شاه زیب خانزاده پروګرام سره د خبرو پر مهال وویل چې ټوله مقاله له ډیلي میل څخه ایستل شوې او ویل شوي چې مونږ به خپله مقدمه ودروو.
ده ووئيل كه ډيلي مېل ثابت ثبوتونه لرل نو په عدالت كښې به يې مقدمه جنګولې او ګټلې به يې٬ شهباز شريف به د دوي ټول قانوني مصارف هم وركوي۔

رشيد اسلم ډيلي مېل ته ويلي، چې د ده وکيل ورته د مقدمې د ايستلو مشوره ورکړې وه، ځکه چې په دې اړه کره شواهد نشته، که ثبوت دوی سره موجود وې نو ولې به ی د وکيلانو د ميليونونو ډالرو فيس په ورکولو سره بخښنه غوښتې وې.
…………………….

Leave a reply