پخواني وزیر اعظم نواز شریف ویلي دي چې په هر سکتور کې مو خدمات د ولس په وړاندې دي، که بيا هم څوک نه پوهېږي نو دوی بیا څنګه پوهه کړو.

0
205

باغی ټي وي رپورټ
لندن: د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف وئيلي دي چې د برطانيې تر ټولو لويې ورځپاڼې ډيلي ميل د شهباز شريف په ضد د ثبوتونو د نشتوالي له وجې بخښنه غوښتې ده، د يو چا د بې ګناهۍ نور ثبوت څه دے؟

لندن کې دخبرو په مهال نوازشريف وويل شهزاد اکبر دعمران خان په استازيتوب په شهباز شريف دروغ تورونه لگولي دي، په دغه تور يې دبرطانيې تر ټولو سترې ورځپاڼې ډيلي ميل بښنه غوښتې ده چې د ثبوتونو په نشتوالي، مني لانډرنگ، کرپشن، کميشن، کک بیکس او دروغو تورونه لگوي. د شهباز شریف په خلاف د باکسنګ د جرمونو مقدمې جوړې شوې دي، د جرمونو ملي ادارې د تورونو پلټنه کړې او شهباز شریف ته یې کلین چټ ورکړی دی.
هغه وويل په برطانيه کې دمسلم ليگ(ن) حکومت دى نۀ دتحريک انصاف، برطانيه يو ازاد جمهوري هيواد دى چرته چې خلک حکومت کوي، هغه هيواد چې وايي ددغه هيواد اخبار بښنه غوښتې ده، له دې نه دجرم ثبوت بل څه دى. ؟ د ډیلي میل له بښنې وروسته باید عمران خان، د هغه ګوند او شهزاد اکبر خپل سرونه له شرمه وغورځوي، دې کسانو له هېواده بهر هېواد بدنامه کړی دی.

پخواني وزيراعظم وويل چې جسټس شوکت صديقي او جج ارشد ملک څه ويلي، پخپله د ثاقب نثار آډيو ليکونه دا ټول زمونږ د بې ګناهۍ ثبوتونه دي، د مريم نواز په حق کې فيصله هم د ثبوتونو د نشتوالي په اساس شوې وه، د کرپشن تورونه پر عمران خان: نه، خو دلته فساد ثابت دی، د ماشومانو په ژبه د غلا کیسې دي، په فساد کې ښکېل هغه څوک تورنوي، چې دلته د برتانیې د محکمو او حکومتونو له خوا بې ګناه ثابت شوي، د پاکستان ولس په دې ټولو شیانو باید پوه شي، باید په دقت پوه شي.
نوازشريف زياته کړه چې مونږ په وړيا توګه مقدمه چلوله او په وړيا توګه له مينځه يوړل شو، زما په ضد د يرغمل کولو مقدمه هم جوړه شوې وه، زما د زوي نه تنخوا نه اخستلو په وجه نااهله کړل شوم.

ده ووئيل نن د پاكستان حالات داسې دي چې بې وزله خپلو بچو ته هم ډوډۍ نه شي وركولاې، په ۲۰۱۷ كال كښې پاكستان په تېزۍ سره د عروج په لور روان وو، هغه وخت د خوراکي شيانو نرخونه څومره وو، د اوړو او دالونو نرخونه څنګه وو؟ ارزانه برېښنا وه، خو برېښنا راتله، موږ هغه يو چې د برېښنا کمښت مو پوره کړ، موږ هغه يو چې د پاکستان اقتصاد مو وده وکړه، په هر سکتور کې مو خدمات د ولس په مخ کې دي، نواز شریف وایی چې که بيا هم څوک نه پوهېږي نو دوی بیا څنګه پوهه کړو.

Leave a reply