د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله د نشه يي توکو د قاچاق په مقدمه کې د بري لپاره درخواست جمع کړی دی

0
179

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله د نشه يي توکو د قاچاق په مقدمه کې د بري لپاره درخواست جمع کړی دی.

د داخله چارو وزير رانا ثناءالله د نشه يي توکو ضد عدالت ته حاضر شو چرته چې هغه د خپل وکيل په ذريعه مقدمه کښې د بري درخواست جمع کړے دے۔ د رانا ثناءالله لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې استدعا شوې ده چې زما خلاف مقدمه په سياسي بنيادونو جوړه شوې ده نو ځکه دې بري شي.

د اوريدنې په مهال د داخله وزير وکيل فرهادشاه وکيل دريځ خپل کړو چې د نشه يي توکو د صادراتو د ادارې اسسټنټ ډائريکټر امتياز احمد تورونه ردوي او انسپکټر احسان اعظم هم تورونه ردوي.

د رانا ثناءالله د وکيل په دريځ کې د سرکاري وکيل عدالت ته خواست وکړو چې هغه دې نن دلائل ورکولو ته مجبور کړي په کومه چې د رانا ثناءالله وکيل دريځ وکړو چې درخواست دې دائر کړل شي.

وروسته عدالت د بري په درخواست د دلائلو لپاره د ماسپښين دوه بجې وخت ټاکلی وو.

Leave a reply