جاپان، انګلستان او ایټالیا په ګډه د راتلونکي نسل(نیکسټ جنریشن) جنګي جټ الوتکو جوړولو اعلان کړې دې

0
139

باغی ټي وی رپورټ
جاپان، انګلستان او ایټالیا په ګډه د راتلونکي نسل جنګي جټ الوتکو جوړولو اعلان وکړ.

د درې واړو هېوادونو په ګډه پروژه کې د امريکا په ګډون له نورو متحدينو سره د راتلونکې همکارۍ زمينه برابره ده.
د اعلاميې له مخې، درې واړه هېوادونه به په ګډه د راتلونکي نسل جنګي جټ الوتکې په داسې پروژه کې جوړوي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به بشپړې شي.

تر اوسه د دې پروژې لګښت نه دی په ډاګه شوی، خو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په اوسني وضعیت کې چې په ټوله نړۍ کې ګواښونه او یرغلونه مخ په زیاتېدو دي.

د امریکا د دفاع وزارت د دې پروژې ملاتړ کړی، دا هڅه به د دغو هېوادونو پوځي او تخنیکي وړتیاوې زیاتې کړي.

Leave a reply