وزيراعظم شهبازشريف د نړیوال بشري حقونو د ورځې په موقع وئيلي دي چې مونږ بايد د عدم مساوات او بې انصافۍ نه پاکې ټولنې لپاره په ګډه کار وکړو

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې مونږ بايد د عدم مساوات او بې انصافۍ نه پاکې ټولنې لپاره په ګډه کار وکړو.
وزيراعظم شهباز شريف دبشري حقونو دنړيوالې ورځې په موقع خپل پيغام کې وئيلي دي چې دبشري حقونو دنړيوالې ورځې په موقع په مقبوضه جمو اؤ کشمير کې دبشري حقونو دحالت جائزه ضروري ده.
ده ووئيل هند د كشمير اولس د خپلواكۍ له حقه محروم كړے دے٬ د خود اراديت حق د خلقو اجتماعي او انفرادي آزادي ده٬ د خود اراديت حق د ترهګرۍ او د ترهه ګرۍ په ضد د بيانيې په ذريعه تر پښو لاندې شوى دى د پوځي عملیاتو له لارې د کشمیریانو د ازادۍ د حق د ځپلو هڅه شوې ده.
وزيراعظم په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې پاكستان به د كشمير اولس د خود اراديت حق لپاره خپل اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي٬ په دې لړ كښې بايد خپلو ګډو هڅو ته دوام وركړو۔
ده ووئيل مونږ بايد د باني پاكستان وژن هېر نه كړو، قائداعظم داسې يو آزاد هېواد غوښتل چرته چې ټولو ته يو شان حقونه وي۔
وزيراعظم وويل د سږ کال موضوع د ټولو لپاره وقار، آزادي او انصاف دى، دغه نظريې د مدني، اقتصادي، ټولنيزې او سياسي خوشحالۍ لپاره ضروري دي او د پاکستان آئين د دغو اقدارو په بنيادي حقونو کې شاملولو سره د دې خيال څرګندونه کوي.
وزيراعظم ووئيل سږ كال د پاكستان لپاره ډېر سخت كال وو، د اقتصادي بې ثباتۍ، سېلاب آفتونو له وجې خلق ډېر ځپل شوي، مونږ بايد د 2030م كال د دوامدارې پرمختيائي اېجنډا مهم اصولو ته لار هواره كړو۔
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۴ کاله وړاندې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه تصويب کړې وه.
………………..






