نوازشريف په خپل یو بیان کښې ویلي دي چې الله تعالی مونږ سر لوړی کړو او ښه نيت بې ځايه نه ځي

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د ډیلي میل لخوا د شهباز شریف څخه د بښنې غوښتلو په اړه غبرګون ښودلی دی.
په خپل ردعمل کې نوازشريف وويل چې الله تعالی مونږ سر لوړی کړو، ښه نيت بې ځايه نه ځي.
ياده دي وي چي تيره ورځ برطانيي ډلي ميل د وزيراعظم شهبازشريف نه بښنه غوښتې وه چي د دروغو تورونه لګولي وو۔
برتانوي ورځپاڼې هم له وېبپاڼې څخه د خبریال ډېوېډ روز خبر لرې کړی، په وېبپاڼه کې یې بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې تېروتنه شوې او بخښنه غواړم.
د 14 جولای 2019 په خبرونو کې ، شهباز شریف د 2005 زلزله ځپلو سره د مرستې په غلا کولو تورن شوې وو.
ورځپاڼې په خپل وضاحت کې ليکلي چې د احتساب قامي ادارې (نيب) هيڅکله په شهباز شريف د برتانيې د اتباعو د پيسو يا د ډي ايف آئي ډي مرستې د غبن کولو تور نه دی لګولی او له شهباز شريف څخه يې د تېروتنې بخښنه غوښتې ده.
تيره ورځ په ټوئټر خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل دا ثابته شوې ده چې د غلطو اطلاعاتو او جعلي خبرونو موده محدوده ده او د حقيقت ګټونكي وي٬ ده په دې ناوړه كمپاين كښې د هېواد د بدنامۍ پروا نه ده كړې او دوی هر حد څخه تیر شول.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د دوست ملکونو سره د تعلقاتو د خرابولو پروا هم نه لري او دوی په دې اړه ډیر بد رول لوبولې .






