خوست او کنړ ولایتونو کې نیږدې ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې ترسره شوې.

خوست او کنړ ولایتونو کې نیږدې ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې ترسره شوې.

9 دسمبر 2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې خوست او کنړ ولایتونو کې نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوې.

 

خبر زیاتوي: د ژمي په دي سخت موسم کې چې بشري اړتياوې ډيريږي، د افغاني سرې میاشتې  له لورې د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې ۵۲۴ زلزله ځپلو سروې شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

 

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وريژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او ۱ کیلو شین چای شامل وو.

 

همدا راز د یادې ټولنې له لورې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په هیلګل، دیرین او کچي میرت سیمو کې پر ۳۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو څه باندې درې میلیونه (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې زابل او ارزګان کې نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره مرسته کړی.

 

یاده مرسته کې دغه اړمنو کورنیو کې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网