د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د ډيلي ميل بخښنه د مخالفانو په مخ يو څپېړه ده او باید شهزاد اکبر د وزیراعظم شهبا شریف څخه بخښنه اوغواړي

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د ډيلي ميل بخښنه د مخالفانو په مخ يو څپېړه ده، الله تعالي شهباز شريف ته بریالۍ کړو،د شهباز شريف په ضد هيڅ قسمه کرپشن ثابت نه شو۔
د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي چې شهزاد اکبر تر نن ورځې پورې د مسلم ليګ (ن) د مشرتابه په ضد ثبوتونه نه دي وړاندې کړي، د ډيلي ميل د بخښنې له وجې نه يواځې شهباز شريف بلکې د پاکستان خلک په غوسه شوي دي.
ده ووئيل عمران خان او شهزاد اكبر په شريف خاندان بې بنياده او غلط تورونه لګولې د خلكو پګړۍ يې پرې كړې، تورونه لګولې، ډيلي مېل د تورونو په اړه عدالت ته ثبوت وړاندې نه کړل شول.
مريم اورنګزېب وويل چې د شهباز شريف په ضد ټوله مقدمه وشوه، له هغې وروسته ډيلي ميل له شهباز شريف نه غير مشروطه بخښنه وغوښته، عمران خان او شهزاد اکبر بايد له ډيلي ميل نه بښنه وغواړي.






