وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې د غلطو اطلاعاتو او جعلي خبرونو موده محدوده وي

0
154

باغی ټي وي رپوټ
د ډیلي میل لخوا د بخښنې نه وروسته د وزیراعظم شهباز شریف دریځ هم مخې ته راغلی دی.

په ټويټر خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل دا ثابته شوې ده چې د غلطو اطلاعاتو او جعلي خبرونو موده محدوده وي، هغه اوویل چې په آخر کښې هم حقيقت او رښتیا ګټونكي دي٬ دوي په دې ناوړه كمپاين كښې د هېواد د بدنامۍ پروا هم و نه کړه.
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې ددواړو هيوادونو سره اړيکو ته زيان رسولو پروا او فکر هم و نه کړو.
دوی د بې اساسه تورونو له لارې ما او زما کورنۍ ته سپکاوی وکړ، په الله تعالی باندې ثابت باور درلود چې یوازې هغه کولی شي د دوی دروغ افشا کړي.

Leave a reply