په قندهار کښې د صحت کلینک جوړولو ډبره کیښودل شوه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د دولتي خبري ایجنسې باختر نیوز په خپل ټویټر پانړه یو خبر خپور کړې چې د قندهار په ولایت کښې د یو این ایچ سي په مالي مرسته دلته یو سي ایچ سي کلینک جوړولې شي ، ددې پروژې ټول لګښت څه دوه سوه زره ډالره دې چې د ملګري ملتونو اداره یو این ایچ سي آر به ی ورکړي.
د رپورټ مطابق د صحت دغه کلینک په قندهار کښې په ۱۲ناحیه کښې جوړیږي چې د جوړولو ډبره ی کیښودل شوی، د ډبره کیښودو په موقع د یو غونډې تابیا هم شوې وه ، په دې غونډه کښې دولتي او د یادې ادارې مشرانو او نور نمایندګان او مشران هم شامل وو.
ځای مشرانو د یادې ادارې او د امارت اسلامی مشرانو شکریه ادا کړې چې په دې سخت وخت کښې د افغان اولس لپاره د خیرښیګړي او د مرستو رسولو کارونه کوي او د جنګ ځپلې افغان اولس په غم درد راځي.
یاده دې وی چې په ټول افغانستان کښې د افغان اولس، د ملګری ملتونو د یو رپورټ مطابق د صحت په اړه د راپیښو ستونزو سره مخ دي، په بعضې ولایتونو کښې د صحت په مرکزونو کښې داروګان ختم شوي دي چې وس د ملګری ملتونو ادارې ډبلیو ایچ او هلې ځلې شروع کړې چې دې ولایتونو ته داروګان او نور د علاج لپاره افغان اولس ته مرستې ورسوي.
یاده دې وی چې پاک افغان د ځوانانو د ټولنې د سیوري لاندې د پاک افغان د همکارۍ د ټولنې د غړو له طرف نه د افغانستان اولس لپاره څو ورځې وړاندې بشري مرستې په فضایی او زمکي دواړو لارو د افغانستان ولایتونو کابل، قندهار او خوست ولایتونو ته ورسول شوې.
په دې مرستو کښې خوراکي توکي، د ژوند نورد ضرورت سامان او په ټنونو داروګان شامل وو، کوم چې د پاکستاني چارواکو له طرف نه د امارت اسلامی افغانستان مشرانو ته حواله کړې شو.
د قندهار په دولسمه ناحيه کې د سي اچ سي کلينيک ودانۍ د بنسټ ډبره نن کېښودل شوه. دوداني پر جوړولو دوه سوه زره ډالره لګښت راځي چې يو ان اچ سي ار يې ورکوي او چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي. pic.twitter.com/UpMMtfkWeE
— BNA Pashto (@bnapashto) September 30, 2021