نيب د پخواني پنجاب وزیر عثمان بزدار په ضد د شرابو لائسنس پلټنو بندولو پریکړه کړي ده

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د ملي احتساب بیورو (نیب) د پنجاب د پخواني وزیر اعلی عثمان بزدار او نورو په ضد د شرابو لایسنس تحقیقات بندولو پریکړه کړې.
نيب لاهور هائي کورټ کښې د شرابو لائسنس جاري کولو انکوائري بندولو لپاره بيان ورکړے دے۔
نن د لاهور هائي کورټ کښې د جسټس علي باقر نجفي په مشرۍ کښې دوه کسيزه بنچ د نينجي هوټل د درخواست اورېدنه وکړه۔
د نيب وکيل وويل د نيب ريجنل بورډ د انکوائري بندولو سفارش د نيب چيئرمين ته استولې دې۔
د شخصي هوټل وکيل اعجاز اعوان وويل د هائي کورټ سنگل بينچ د قانون مطابق د لائيسنس جاري کولو اعلان کړے دے، د دريو کالو راهسې بې مقصده انکوائري روانه ده او بايد بند کړل شي، دغه انکوائري د نېب ترمېنځه د قانون لاندې کار روان نه دی
عدالت د ډي جي نيب جواب په رڼا کښې درخواست خارج کړے دے۔






