د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د عامې روغتیا وزارت علمي او تخصصي کادرونو له رئیس او غړو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د عامې روغتیا وزارت علمي او تخصصي کادرونو له رئیس او غړو سره وکتل.
8 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن د عامې روغتيا وزارت د علمي او تخصصي کادرونو ټولنې رئيس او غړو سره وکتل.
د یادې ټولنې رئیس ډاکتر ایمل وردګ او ډاکتر حافظ الدین د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، د دوی له لوري په ۳۲ ولایتونو کې د اکمال تخصص برنامه جریان لري، چې په کال کې له ۳۰۰ تر ۴۵۰ متخصص مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي.
دوی وويل، روغتیايي کادرونه خپلو هیوادوالو ته د خدمت تعهد لري او دا مهال د اکثریت ناروغانو درملنه په کور دننه کېږي. همداراز خپلی ستونزې او وړانديزونه يې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال نن په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره وکتل.
مولوي عبدالکبیر وویل، ډاکټران د دې هیواد ستره پانګه ده او هېواد وال ورته په هر حالت کې اړتیا لري. د هېواد د کادرونو او شخصیتونو ستاینه او ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزې به يې د حل لپاره اړوندو ادارو سره شريکې شي.






