عثمان ارشد چې له اوکاړې څخه په پیاده د حج فریضې ادا کولو لپار تللی، له سختو ستونزو سره مخ شوی دې
باغی ټي وي رپورټ
عثمان ارشد چې له اوکاړې څخه په پیاده د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان په سفر روان شوې له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
د عثمان ارشد څخه خپل بیګ په بلوچستان ایالت کې د پنجپای او کردګاپ تر منځ په کوم ځای کې لویدلې دې.
عثمان ارشد په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په کڅوړه کې پاسپورټ، ویزه، نغدې پیسې، ATM کارتونه او شناختي کارډ دي.
عثمان زیاته کړه چې دی اندېښمن دی او نه شي کولای چې له پاسپورټ او ویزې پرته نور سفر وکړي.
په خپل ویډیويي پیغام کې هغه دا هم غوښتي چې څوک یې کیسه پیدا کړي هغه دې د کردګاپ لیویز یا نوشکي پولیسو ته وسپاري.
ياده دې وي چې عثمان ارشد د اکتوبر په لومړۍ نېټه د حج فريضې ادا کولو لپاره له اوکاړې څخه تللى وو.