پنجاب حکومت په لاهور کښې د کثافاتو څخه د بریښنا جوړولو د منصوبې منظوري ورکړې ده

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي لاهور کښې د سالډ ويسټ نه د انرجي جوړولو منصوبې منظوري ورکړې ده۔

د پنجاب د وزيراعلي چوهدري پروېز الهي په مشرۍ کې د انرژۍ د ستونزو د هواري په اړه يوه غونډه وشوه چې په ترڅ کې يې په لاهور کې د سالډ ويسټ څخه د انرژۍ د توليد پرېکړه وشوه.
په دې ناسته کې د ناروې شرکت وړاندیز وکړ چې د ورځې له ۱.۲۵۰ ټنه جامد کثافاتو څخه ۵۵ میګاواټه برېښنا تولید کړي، په دې ناسته کې د ناروې شرکت استازي کارل فریډریک د پروژې په اړه مفصل معلومات ورکړل.

غونډې ته وويل شول چې په لاهور کې ٤٠ ميليونه ټنه کثافات موجود دي، هره ورځ ٥ زره ټنه کثافات راټولېږي چې له دې نه ډېره برېښنا پيدا کېږي.
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي وايي، ناروېجي کمپنۍ به په لومړي سر کې ۲۵۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي، چې له جامد کثافاتو څخه ترلاسه شوې انرژي به په سنډر صنعتي املاکو کې صنعتونو ته ورکوي.

چوهدري پروېز الهي د ناروې شرکت ته ډاډ ورکړ چې د قانون مطابق به په لاهور کې د کثافاتو ته د انرژۍ پروژې بشپړ ملاتړ وکړي.

Leave a reply