انجنیر ګلبدین حکمتیار انس حقاني سره ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان مشهور جهادي مشر او د افغانستان حزب اسلامی ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د طالبانو یو لیډر انس حقاني سره ملاقات کړې، دا اهم ملاقات په داسې وخت کښې شوې چې د افغانستان اسلامی امارت د افغانستان د زیاتو علاقو کنټرول په لاس کښې راغلې او کابل هم د طالبانو د لاس لاندې دې.
یاده دې وي چې د ننګرهار نه د طالبانو نایب امیر سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمان په مشرې کښې د طالبانو د حمایت کوونکو یوه ډله هم پایه تخت کابل ته تلې.
رپورټونه وای چې په یو څو ورځو کښې به د طالبانو مشران کابل کښې راغونډ شي چرته به چې دوی د افغانستان په موجوده حالت خبرې کوي.
یاده دې وي چې د انس حقاني د حکمتیار نه مخکښې د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي سره هم ملاقات کړې وو او د افغانستان په موجوده حالاتو ی ورسره خبرې اترې کړې وې.