د پاکستان په کراچۍ ښار کې له زندانه ۷۰ افغان کډوال خوشې شول

باید وویل شي، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې په سند ایالت کې تر زرو زیات افغان کډوال نیولي او بندیان کړي، چې په هغو کې پاکستاني قانوني اسناد او اقامت لرونکي کسان هم شامل دي.
په تېره یوه میاشت کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند راپورونه بې شمېره غبرګونونه راپارولي او له حکومته یې غوښتي چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
(2022 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ اعلان کړی چې د کراچۍ د پولیسو له خوا نیول شوي ۷۰ تنه افغان کډوال خوشي شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د قوس په ١٦مه، رسنیو ته ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کسان له دې امله نيول شوي او بيا زنداني شوي، چې قانوني اسناد يې نه درلودل.
باید وویل شي، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې په سند ایالت کې تر زرو زیات افغان کډوال نیولي او بندیان کړي، چې په هغو کې پاکستاني قانوني اسناد او اقامت لرونکي کسان هم شامل دي.
اړوند موضوعات: