افغان اولس ته په بیړني توګه د مرستو ضرورت دې

باغي ټي وي رپورټ
د نړیوال خوراک ادارې د یو رپورټ مطابق په دریو کښې یو افغان وګړې د سختې لوږې سره مخ دې او هم ددې ادارې یو رپورټ مطابق ۹۳ سلنه افغان کورنیو تیره هفته هم دیر کم خوراک استعمال کړې دې.
په داسې وخت کښې چې په ۳۱ اګسټ امریکایی او نیټو ځواکونو د افغانستان نه اووتل په دې هیواد کښې سیاسي بدلون مخې ته راغې او د امارت اسلامی افغانستان لاس ته د ټول افغانستان کنټرول راغې او وس خو طالبانو په دې هیواد کښې خپل د عبوري حکومت اعلان هم کړې او دولتي چارې ی پیل کړي دي.
د ملګري ملتونو د یو رپورټ مطابق که په افغانستان کښې د یخنې پیل کیدو نه وړاندې افغان اولس سره بشري مرستې و نه کړي شي نو دلته به یو لوی انساني بحران مخې ته راشي چې بیا به د نړۍ هیوادنو او د نړیوال مرستو ادارو لپاره ډیر مشکل شی چې ددې انساني بحران باندې قابو راولي.
دلته یو سوال پیدا کیږي چې کله نه هم د افغانستان نه بهرني ځواکونو وتلي دي نو یو پاکستان هیواد دې ،ورسره د قطر هیواد چې افغان اولس لپاره ی بشری مرستې لیږلی، په نړۍ کښې د ۵۷ اسلامی ملکونو خاموشی دې چې د افغانستان په دې موجوده سیاسي بدلون او امنیت ټینګار وکړي.
په داسې وخت کښې چې افغانستان د بهرني هیوادونو د ځواکونو د قبضې نه آزادشو د نړۍ مسلمان هیوادونو له په کار دې چې مخکښې راشي او افغان اولس سره بشري مرستې پیل کړي ځکه چې تیرو ۴۰ کالو نه په دې هیواد کښې د جنګ حالت وو، وس دلته امن راغلې او د مسلمانانو ملکونو مشرانو او د خیرښیګړې سازمانونو غړو او نمایندګانو له په کار دې چې په دې هیواد کښې بشري مرستې پیل کړي ، ددې جنګ ځپلي اولس سره مدد وکړی چې دوی په خپلو خپو ودریږي.






