د افغانستان د صنعت وزیر سره د پاکستان سفیر یو اهم ملاقات

0
215

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد ددې د افغان د صنعت وزیر نوروالدین عزیز سره لیدنه کړې ده، په دې لیدنه کښې د افغانستان او پاکستان ترمینځ په تجارت او صنعت کښې راپیښ په یو شمیر ستونزو ټینګار شوې دې.

د پاکستان سفیر او د افغان وزیر ترمینځ د دوه اړخیزه تجارت ښه کولو او د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ته راپیښ په ستونزو هوارولو باندې ی خبرې کړي دي ، د دواړو هیوادونو د نمایندګانو ژمنه کړې چې د دوه ارخیز تجارت او ښه کولو لپاره به داسې ګامونه پورته کړې چې د پاکستان او حکومت اقتصاد ته ګټه ورسي او د دواړو هیوادنو اولس ته د کار روزګار موقعې په لاس راشي.
یاده دي چې د پاکستان د صادراتي توکو لپاره افغانستان یو اهم او ارزان مرکز دې خو د تیرو څو کالو نه د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ډیر بد متاثر شوې دې، ددې وجهې ډیرې په دواړو ملکونو کښې د ناامني بدې پیښې وی چې د دواړو ملکونو په تجارت ی بد اغیز وکړو.
وس د افغانستان سوداګر دا غوښتنه کوي چې په پاک افغان پوله دې افغان سوداګرو لپاره موقع ورکړې شي چې خپل صادرات پاکستان ته ولیږي او هم دغه رنګ د پاکستان سوداګر هم غوښتنه کوي چې د تورخم او چمن په پوله دې سوداګرو ته ښه سهولتونه ورکړې شي چې دوی پاکستان صادراتی توکي افغانستان ته ولیږي او د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیز تجارت په ښه کولو کښې رول ولوبوي.

Leave a reply