د لاهور پولیسو د بهرني هیواد د غلو یوه ډله نیولې چې د ټوپک په زور به یې ښاریان لوټ کول

0
189

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور سول لائنز پوليسو د کاروائي په مهال د بهرنو غلو يوه څلور کسيزه ډله نيولې ده، ملزمانو د ټوپک په زور د بنکونو او مالي ادارو نه بهر ښاريان لوټ کول۔

دپوليسو ترمخه په دغه ډله کې درې وروڼه هم شامل دي، چې ملزمانو ديو کروړه روپو څخه دزياتې لوټلو اعتراف هم کړى دى.
دپوليسو وينا ده چې دتندلارو دپوليسو په عملياتو کې نيول شوي غله دافغانستان سره تعلق لري، درې واړه وروڼه او څلورم يې دتره خور او ددغه ډلې مشر دى.

دپوليسو وينا ده چې ملزمانو ويلي دي چې دوي يوه نيمه مياشت وړاندې له افغانستان څخه کويټې او بيا لاهور ته راغلي وؤ چې دجنايت ترسره کولو وروستو بیه يې پیسې افغانستان کې خپلو کورنيو ته ليږلې او دغه شان به سهار لاهور ته واپس راتلل.
پولیسو په وینا د تورنو کسانو طریقه دا وه چې دوی به د یوه بانک مخې ته ولاړ وو، کله به چې یو کس په موټر کې له پیسو سره ناست و، نو په پټه به یې په چاقو د هغه د موټر ټایرونه پرې کول، موټر به یو څه لرې لاړو نو دوی به د نو دوی به د ټوپک په زور لوټ کول او بیا به تښتیدل.

ډي ايس پي افتخار رسول باجوه وويل چې دپيښې په اړه دمعلوماتو په اساس په ملکي جامو کې افسران دماليې ادارې بهر ودرولو چې وروستو دغه کسان ونيول شول.

Leave a reply