د وزیراعظم زوی سلمان د حفاظتي ضمانت لپاره اسلام اباد هائي کورټ ته مراجعه کړې ده

د لومړي وزیر شهباز شریف زوی سلیمان شهباز د لاهور د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف آی ای) د فساد ضد سرکل لخوا د مني لانډرنګ مخنیوي قانون لاندې درج شوي قضیه کې د امنیت لپاره د اسلام آباد های کورټ ته مراجعه کړې.
د وزيراعظم شهباز شريف زوي سليمان شهباز د امجد پروېز وکيل په ذريعه د اسلام آباد هائي کورټ کښې د حفاظتي ضمانت درخواست جمع کړے دے په کوم کښې چې وئيلي شوي دي چې درخواست کونکې هيڅکله پبلک آفس هولډر نه وو۔
درخواست کې ویل شوي چې د پیسو مینځلو تورونه دروغ او بې اساسه دي، د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۲۷مه له هېواده بهر تللي وو، د فساد ضد ادارې ایف آی اې د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۴مه په غیرحاضرۍ کې مقدمه درج کړې وه او د بیانولو کاروايي هم په غیر حاضرۍ کې.ترسره شوې وه.
د درخواست د متن له مخې د مقدمې درج کولو نه وړاندې د وضاحت لپاره د ایف آئي اے لخوا د سمن نوټس نه دی ترلاسه شوی.
درخواست کښې عدالت ته خواست شوې چې دوه هفتو حفاظتي ضمانت دې ورکړے شي چې زه وطن ته واپس شم او متعلقه عدالت کښې حاضر شم.






