امریکا وزارت خارجه په یو بیان کښې ویلي دي چې طالبان د خپلو ژمنو د عملي کولو توان نه لري

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس ویلي، داسې احساس کېږي چې طالبان په خپلو ژمنو نه شي پوره کولی، افغانستان باید یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

په واشنگټن کې د خپل مطبوعاتي کانفرنس په مهال نید پرائس وویل مونږ په سیمه کې د ترهگرۍ سره د مبارزې توان لرو، مونږ دغه وړتیاوې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په وژلو سره وښودلې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پريس ويلي، چې که نړيوال ترهګر په افغانستان کې راپيدا شي، نو اقدام به وکړي، په سيمه کې د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره به هر ډول اقدامات د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره کېږي.

هغه وويل، د کالعدم ټي ټي پي په ګډون نورې ډلې هم متحرکې شوې دي، بايد وکتل شي چې ترهګر افغانستان د پاکستان په خاوره د بريدونو لپاره د لانجې پډ په توګه نه کاروي.
نيد پرائس وويل، چې پاکستان يو مهم ملګرى دى، له پاکستان سره اړيکو ته ارزښت ورکوي، په سيمه کې له شريکانو سره کار کولو ته ژمن دى او له پاکستان سره د متقابلو ګټو په برخو کې د همکارۍ پراخولو ته لېواله دى.

Leave a reply